د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو لوړپوړو چارواکو ته د اټومي وسلو د اموینو په اړه د وړاندیزونو د چمتو کولو امر کړی. پوتین ویلي، چې پر اټومي ازموینو د بندیز تړون ته ژمن دی، خو که امریکا یا بل اټومي هېواد اټومي ازموینې وکړي، نو روسیه به هم ورته اقدام وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي:«زه د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو په ګډون د ځانګړو استخباراتو ادارو او اړوندو ملکي ادارو ته لارښوونه کوم، چې د یادې موضوع لپاره اړوند معلومات راټول کړي، په امنیت شورا کې یې و څېړي او د اټومي وسلو ازموینو د چمتو کولو د امکان په اړه موافقه شوي وړاندیزونه برابر کړي.»
په ورته مهال د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلوسوف پوتین ته ویلي، چې د امریکا له وروستیو څرګندونو ښکارې، چې باید روسیه هم د اټومي ازموینو لپاره چمتووالی ونیسي.
د روسیې د دفاع وزیر، پوتین ته د اټومي ازموینو لپاره د روسیې په شمال کې د نوایا زملیا سیمه وړاندیز کړې ده.
د راپورونو له مخې، امریکا وروستۍ اټومي ازموینه په ۱۹۹۲ کال کې، چین او فرانسې په ۱۹۹۶ کال کې او روسیې وروستۍ اټومي ازموینه په ۱۹۹۰ کال کې کړې وه.

