د امریکا په کینټکي ایالت کې د پرېوتې الوتکې د مړو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی.
د «یو پي ایس» شرکت دغه بار وړونکې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېزویل له نړیوال هوایي ډګر څخه تر الوتلو وروسته غورځېدلې ده.
چارواکي وايي، د پېښې د قربانیانو شمېر ښايي لوړ شي.
د راپورونو له مخې، د«یو پي ایس» شرکت بار وړونکې الوتکه د سهشنبې په شپه د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزو له کبله راولوېده او د اور لمبو یې پراخ زیانونه اړولي دي.
د امریکا د ټرانسپورټ خوندیتوب ملي اداره وایي چې یو ۲۸ کسیز ټیم نن سیمې ته رسېدلی چې د پېښې د علت په اړه پلټنې پيل کړي.
چارواکي وايي، د الوتکې د تور بکس موندل د څېړنې مهمه برخه ده.
د لوېزویل د نړیوال هوايي ډګر چارواکو ویلي، چې د مسافرو الوتنې په محدود ډول بېرته پيل شوې دي، خو لا هم د تېرو شپو د ځنډ شويو الوتنو له امله ډېری الوتنې ځنډېدلې او یوازې یوه لیکه د الوتنو لپاره فعاله ده.
د«یو پي ایس» شرکت تر اوسه د پېښې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو چارواکي وایي، د قربانیانو د هویت د معلومولو او د پېښې د تخنیکي لامل د تشخیص لپاره هڅې روانې دي.

