مسلمان زهران ممداني د پراخ ولسي ملاتړ پر مټ د نيويارک ښاروال شو

۸ ساعتونه مخکې

زهران ممداني د نیویارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او د یاد ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه وټاکل شو. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجرایوي مشر اېلان ماسک د هغه د بریا مخالفت کړی و.

ممداني په دغه ټاکنو کې له دوو مهمو سيالانو سره مخ و. د نيويارک پخواني والي او ازاد نوماند اېنډريو کومو او د جمهوري‌پال ګوند نوماند کرټس سليواډ په دغه ټاکنو کې د هغه مهم سیالان وو.

دغه ټاکنې د نيويارک د سياسي تاريخ يوه نوې پاڼه بلل کېږي، ځکه چې تر ۱۹۶۹کال وروسته دا ځل په‌کې تر ټولو ډېرو کسانو ګډون کړی و او شاوخوا ۲مېليونه کسانو په‌کې خپلې رايې ورکړې.

سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اېلان ماسک د ظهران ممداني مخالفت کړی و؛ خو نوموړی بيا هم د خلکو له پراخ ملاتړ سره په دغه ټاکنو کې بريالی شو. ټرمپ له اېنډريو کومو خپل ملاتړ اعلان کړی و؛ خو هغه ماتې وخوړه.

زهران ممداني په ۱۹۹۱ کال کې په يوګانډا کې زېږېدلی. د ممداني مور میرا نایر مشهوره فلم‌ جوړوونکې او د اسکار جايزې نومانده ده، پلار يې محمود ممداني د کولمبيا پوهنتون استاد دی او د ممداني مېرمن روما دواجي يوه هنرمنده ده.

نوموړي د ټاکنيزې مبارزې پر مهال ژمنه کړې وه، چې د بريا په صورت کې به د ښار د کرایو کچه کنګل کړي، وړيا عام ترانسپورت به رامنځته کړي او د ماشومانو د پالنې وړيا خدمتونه به پراخ کړي. ممداني د فلسطينيانو د حقونو د ملاتړ له کبله هم ډېر شهرت لري.

هغه مخکې ويلي و:«که د اسراييل لومړی وزير بنيامين نتنياهو چې د نړۍوالې جزايي محکمې له‌خوا مطلوب کس پېژندل شوی، نيويارک ته راشي؛ نو زه به يې د نيولو هڅه وکړم.»

نور خبرونه

رادیو