د ترکیې د چاناک کلا ښار امنیتي ځواکونو ویلي چې لږ تر لږه ۴۲ افغان پناهغوښتونکي، چې ۱۷ ماشومان هم پکې شامل دي، د ایواجیک په ساحلي سیمه کې له یوې کښتۍ نیول شوي دي.
د ترکیې پولیسو یاد افغانان د اخراج لپاره اړونده مرکز ته انتقال کړي دي.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، نیول شوي افغانان د استوګنې قانوني اسناد نهلري او د بهرنیانو د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.
راپورونه وایي، ترکیې په وروستیو میاشتو کې د پناهغوښتونکو، په ځانګړي ډول د افغانانو، د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، له روان کال څخه تر اوسه پورې له ۳۰ زرو زیات افغانان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، افغانان د نیول شویو پناه غوښتونکو په سر کې دي، او وروسته تر هغوی د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع راځي.

