د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې یوه خصوصي شرکت روسیې ته د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۵۰ متریک ټنه مڼو د صادراتو بهیر پیل کړی.یاد شرکت اعلان کړی، چې سږ کال پلان لري ټولټال زر متریک ټنه مڼې او انار روسیې ته صادر کړي.
یاد وزارت د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې دغه بهیر د کندهار په مرکز کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پیل شوی.
د صادراتو د دغه بهیر د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د کرنې وزارت چارواکو، د «کندا فروټ» شرکت مسوولانو او د طالبانو یو شمېر سیمهییزو چارواکو ګډون درلود.
یاد خصوصي شرکت، چې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بستهبندۍ په برخه کې فعالیت کوي، اعلان کړی، چې سږ کال پلان لري ټول ټال ۱۰۰۰ متریک ټنه مڼې او انار روسیې ته صادر کړي.
د طالبانو د کرنې وزارت د اطلاعاتو مسوول ویلي، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو صادرات د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو اغېزناک ګام دی.
هغه دغه راز د کرنې وزارت د هغو هڅو یادونه کړې، چې د بازار موندنې، معیاري کولو، تولید، پروسس او کڅوړبندۍ په برخه کې د خصوصي سکتور په نږدې همکارۍ ترسره کېږي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې دا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

