د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا: د مدیریتي ضعف له کبله د خلکو وضعیت لاکړکېچن شوی

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکې زلزلې له کبله خواشیني ښودلې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، د ژغورنې په عملیاتو کې د طالبانو د مدیریتي ضعف له کبله د خلکو وضعیت لا کړکېچن شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې زلزلې په بلخ، سمنګان او بدخشان ولایتونو کې خلکو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او باید له ځڼد پرته د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي. د خبرپاڼې له مخې؛ پر نړۍوالې ټولنې او د بشري مرستو پر اړوندو بنسټونو غږ شوی، چې د خلکو بېړنۍ اړتیا ته په کتو لاس په کار شي. د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د خبرپاڼې په پای کې له هغو بنسټونو مننه کړې، چې پر وخت یې د بشري ناورینونو پرمهال د افغانانو لاسنیوی کړی.

د افغانستان په شمال او په ځانګړې توګه په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د وروستۍ زورورې زلزلې له کبله لسګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې لاهم د ژغورنې ډلې په سيمه کې په کار بوختې دي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېرې تر دې لوړې شي.

نور خبرونه

رادیو