د هلمند د طالبانو ولایت مقام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لسمې حوزې اړوند د سرپرېکړې په سیمه کې ویالې ته د یوه ټراکټور د لوېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. طالب چارواکو ویلي، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د هلمند د طالبانو د پولیسو ویاند عزتالله حقاني هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې یادې کورنۍ غوښتل خپله کډه له یوې سیمې بلې ته ولېږدوي.
د نوموړي په خبره، په پېښه کې دوه نارینه او یوه ښځه مړه شوي او یوه بله ښځه او ۴ ماشومان ټپيان شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی .

