د اسراییل حکومت تمه لري، چې راتلونکې میاشت د ۲۰۲۶ کال د بودیجې په تړاو رایه اچونه وکړي، خو د دې بودیجې تصویب له لویو سیاسي ننګونو سره مخ دی چې ښایي د وخت مخکې ټاکنو د ترسره کېدو لامل شي.
د رویټرز خبري اژانس د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) په یوه راپور کې د اسراییل د مالیې وزیر بزالل اسموټریچ له قوله ویلي، چې دا بودیجه باید د مارچ میاشتې تر پای پورې په پارلمان کې تصویب شي، که نه نو نوې ټاکنې به ترسره شي.
د اسراییل د قوانینو له مخې، که بودیجه د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې تصویب نه شي، عمومي ټاکنې به ترسره شي.
په تېرو اېتلافي حکومتونو کې چې د نتنیاهو تر مشرتابه لاندې وو، د بودیجې پر سر اختلافونه د وخت مخکې ټاکنو د رامنځته کېدو لامل شوی و.
د نتنیاهو اوسنی اېتلافي حکومت چې له ښياړخو او مذهبي ګوندونو څخه جوړ شوی، له ۲۰۲۲ کال راهیسې په واک کې دی او راتلونکې ټاکنې به د ۲۰۲۶ کال په اکټوبر میاشت کې ترسره شي.

