روسي چارواکي وايي، د اوکراین بېپیلوټه الوتکو د تور سمندر په «تواپسې» بندر کې د تېلو یو ټانکر او اړوند تاسیسات په نښه کړي، چې له امله یې د اور لګېدو پېښه رامنځته شوې او د بندر ځینې برخې زیانمنې شوې دي.
د کراسنودار سیمهییزو چارواکو په وینا، د شپې د برید پر مهال د ټانکر پوړ زیانمن شوی او عمله یې خوندي ځای ته لېږدول شوې ده. تواپسې بندر د روسیې د خامو او تصفیه شوو تېلو د صادراتو مهم مرکز دی او د روسنیفت تېلو تصفیهخونه هم پهکې موقعیت لري.
چارواکي وايي، اور مړ شوی، خو د بندر ځینې ودانۍ او نور تاسیسات زیانمن شوي.

