د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د افغانستان د خوړو ناورین د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دا اداره وايي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بېسارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې.
په افغانستان کې دخوړو نړۍوال پرګرام د دفتر مشر جان اېلییف ویلي:«د خوړو نړۍوالو مرستو کمېدو لوږه او خوارځواکي پراخه کړې او دغې چارې د خوارځواکۍ چټک زیاتوالی د درې میلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.»
همدا ډول د نړۍوالو ادارو د ارزونو له مخې، له ۱۵ مېلیونو زیات افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او تر ټولو ډېر زیان یې ښځې او ماشومان ویني. یونسېف وایي، یوازې ۱۲ سلنه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو تر ۲۴ میاشتو پورې دي، کافي خواړه ترلاسه کوي.
د دوی په وینا، د طالبانو د بندیزونو له امله ښځې نه شي کولای له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي او د دې محدودیت له کبله امیندوارې ښځې تر زیږون مخکې او وروسته پاملرنه له لاسه ورکوي.
د یونسېف اجراییه رییسې کاترین رسل وایي:«کله چې یوه ښځه یا نجلۍ کافي تغذیه نه ترلاسه کوي، د جنسیت نابرابري نوره هم ژوره کېږي، مناسب خواړه د ماشوم د بقا بنسټ دی.»
د روغتیا نړۍوال بنسټونه وايي، د افغانستان روغتیايي نظام تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو دا ملاتړ د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته ودرېده. ددغو مرستو بندېدو سره، د درملو، تغذیهيي توکو او د وقایوي خدماتو کمښت د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د جانز هاپکنز پوهنتون په یوه وروستۍ څېړنه کې «د میندو او ماشومانو د روغتیا کړکېچ په افغانستان کې» نومېږي، راغلي، یو پر درې روغتیايي کارکوونکي باور لري چې د میندو او ماشومانو مد مړینې کچه لوړه شوې ده.
ددغه څېړنې یو افغان ډاکټر چې نوم یې نهدی یاد شوي، ویلي:«ډېری ښځې د پیسو نشتوالي یا د طالبانو له وېري کلینیکونو ته نه ورځي او دې د زیږون پر مهال د مړینې کچه لوړه کړې ده.»
یاده دې وي چې، یونسېف اود خوړو نړۍوال پرورګرام د ۲۰۲۵ کال په اګست کې یو ګډ اقدام پیل کړی، څو د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسي او د میندو تغذیه او د مور شیدو دود ته وده ورکړي.
ډبلیو ایف پي وایي، د دې پروګرام له لارې ښځو ته د حرفوي روزنې او عاید د سرچینو زمینه برابریږي، څو د فقر پر وړاندې مقاومت زیات کړي. خو دا اداره خبرداری ورکوي چې د بودیجوي کمښت له امله د مرستو دوام لا هم له خطر سره مخ دی.

