د هند حکومت د شنبې ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د اکټوبر میاشت کې یې په ټولیز ډول ۱.۹۶ ټرېلیونه هندي روپۍ چې ۲۲.۳ میلیارده امریکایي ډالر کېږي، د مالونو او خدمتونو د مالیې له لارې راټولې کړي او دا د تېر کال د همدې میاشتې پرتله شاوخوا ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د اعلامیې له مخې، د بېرته ورکړو (ریفنډونو) له اېستلو وروسته، د حکومت خالص مالیاتي عواید ۱.۶۹ ټرېلیونه روپۍ وې، چې دا د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په پرتله ۰.۶ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي. دا په داسې حال کې ده چې هند د شامپو او کوچنیو موټرو په ګډون د سلګونو توکو په مالیه کې کموالی راوستی دی.

