امریکایي ځواکونو د کارېبیین په سمندر کې د نشه‌‌يي توکو د قاچاق یوه کښتۍ ویشتې

۵ ساعتونه مخکې

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ویلي، د امریکا پوځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د کارېبیین په سمندر کې د نشه‌يي توکو د قاچاق یوې کښتۍ باندې برید کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ په اېکس‌ لیکلي چې دا مرګوني عملیات د امریکا پوځ له‌خوا ترسره شوي او د نشه‌يي توکو د قاچاق له یوې ډلې سره تړلې کښتۍ یې په نښه کړې ده.

هېګسېټ زیاته کړې، دا عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لارښوونه ترسره شوي او هدف یې هغه کښتۍ وه چې د قاچاق په یوه پیژندل شوې لاره کې د نشه‌يي توکو د لېږد لپاره کارېده.

نوموړي زیاته کړې چې، برید د نړیوالو اوبو په منځ کې شوی او د امریکا ځواکونو ته پکې هېڅ زیان نه‌دی اوښتی.

نور خبرونه

رادیو