نجیب الله علي خېل: ستنېدونکي افغانان د ګاونډي د «مېلمه پالنې درد» له ځانه سره وړي

۶ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي، هغه افغانان چې خپل وطن ته ستنېږي، له ځان سره د غربت ترڅنګ د ګاونډي هېواد د «مېلمه پالنې دردناکه خاطرې» وړي.

دغه افغان ډېپلوماټ په اېکس لیکلي، چې له پاکستانه ستنېدونکي هېوادوال به نه یوازې د احتیاج او مجبورۍ درد له ځانه سره یوسي، بلکې د «مېلمه پالنۍ» هغه ترخې خاطرې به هم ورسره پاتې وي چې د ګاونډي هېواد په چلند کې یې تجربه کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «هغوی به په چوپه خوله یو ستر پېغام هم لېږدوي او هغه دا چې بالاخره په ملي فکر او احساس سره، شته زخمونه علاج او د افغانانو سرګردان او کډه‌په‌شا حالت ته د پای ټکې کېښودل شي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات روان دي او د جبري ویستنې لړۍ یې چټګه کړې.

نور خبرونه

رادیو