د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د پوکروفسک په ستراتیژیک ښار کې سخته جګړه روانه ده

پرون

په داسې حال کې چې روسیې د ختیځ ښار پوکروفسک د محاصرې د حلقې د بشپړېدو اعلان کړی، د اوکراین لوی درستیز ټینګار کړی چې د دغه هېواد ځواکونه لا هم د دې ویجاړ شوي ښار ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې لري. د هغه په وینا، د روسي «یرغلګرو» د شړلو لپاره پراخ عملیات روان دي.

رویټرز د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د اوکراین د پوځ په حواله راپور ورکړ، چې په سیمه کې د روسیې د پرمختګ سره سره، د ښار ډېری برخه په «خړ» حالت کې پاتې ده او د دواړو خواوو له بشپړ کنټرول څخه بهر ده.

روسیې د ۲۰۲۴ کال له نیمایي څخه د پوکروفسک د نیولو هڅې پیل کړي دي. دا ښار د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د «دونتسک دروازه» بلل کېږي.

پوکروفسک د جګړې له پیل مخکې شاوخوا ۷۰ زره نفوس درلود؛ خو د پرله‌ پسې بریدونو له امله نږدې په بشپړ ډول وران او خالي شوی دی.

که پوکروفسک سقوط وکړي، نو دا به د روان کال په پیل کې د اودیوکا له نیولو راهیسې د روسیې تر ټولو لویه ساحوي لاسته راوړنه وي، یو ښار چې د جګړې له یوې خونړۍ جګړې وروسته د روسیې پوځ ته سقوط ورکړ.

د اوکراین لوی درستیز اولکساندر سیرسکي د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) په یوې اعلامیه کې چې په فېسبوک کې خپره شوه، لیکلي: «موږ په پوکروفسک کې ولاړ یو. پراخ عملیات د دوښمن د له منځه وړلو او شړلو لپاره روان دي.»

نور خبرونه

رادیو