د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپېنډۍ ښار پولیسو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې د مېشتو بېاسناده افغانانو د نیولو عملیاتو پرمهال یې ۷۴ کسان نیولي دي. پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د عملیاتو پرمهال یې هغه پنځه پاکستانیان هم نیولي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.
پولیسو خبرداری ورکړی، هیڅوک حق نهلري چې په پنجاب کې افغانانو ته کورونه، هټۍ او وسایط په کرایه ورکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرغړونې په صورت کې به پاکستاني وګړي له قانوني او جدي چلند سره مخ وشي.
په ورته وخت کې په اسلاماباد کې هم مېشت یوشمېر افغانان وايي، چې د کورونو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی دی. یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د کور څښتن ورته ویلي چې که تر درېیو ورځو کور خوشې نهکړي؛ نو په زور به یې له کوره وباسي.
په ورته وخت کې د پاکستان د پنجاب ایالت سر وزیرې مریم نواز ویلي، له بېاسناده افغان کډوالو سره د کاروبار کوونکو کسانو سره به «قانوني چلند» وشي. نوموړې له ځايي خلکو غوښتي، چې افغانانو ته کور او یا هټۍ په کرایه ورنه کړي.

