د پاکستان د لومړي وزير سياسي سلاکار رانا ثناءالله ويلي، چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د دوام لپاره باید پر کابل د واکمنې ډلې ډاډ یو ځل بیا ترلاسه شي؛ څو مذاکرات یو ځل بیا پیل شي. هغه ټینګار کړی، چې د کړکېچ د حل لپاره خبرې یوازینۍ د حل لاره ده.
هغه له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر له هغه دریځ سره همغږی دی چې ګوندې طالبانو سره دې د خبرو له لارې مسایل حل شي. نوموړي زیاته کړې، تر څو چې طالبان په بشپړه توګه راضي نهشي؛ نو مذکرات کومې پایلې ته نه رسېږي. هغه وایي، طالبانو ته باید یو دوه ځله نور هم د خبرو فرصت ورکړل شي.
طالبانو او پاکستان څو اونۍ وړاندې پر ډیورنډ کرښه تر سختو جګړو وروسته بالاخره په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او له هغې وروسته یې روانه اونۍ په استانبول کې مذاکرات پیل کړل. که څه هم دغه مذکرات بېپایلې پای ته رسېدلي؛ خو منځګړي هېوادونه قطر او ترکیه هڅه کوي، چې بیا یې پیل کړي.
اسلاماباد په استانبول کې د طالبانو له پلاوي غوښتي و، چې طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي؛ خو ویل کېږي طالبانو له دې چارې انکار کړی.
بلخوا طالب پلاوي بیا له پاکستاني لوري په یوې لیکلې مسوده کې غوښتي، چې د داعش وسلهوالې ډلې مرکزونه په پاکستان کې دي او د دوی پر ضد کارول کېږي؛ نو پاکستان دې هم تضمین ورکړي چې خاوره به یې د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي.
لا هم روښانه نهده، چې دغه ځنډېدلي مذاکرات به بیا کله پیل شي او هممهاله وېره شته چې ښايي د دواړو لوریو ترمنځ بیا جګړهییز کړکېچ رامنځته شي.

