طالبان وايي په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د هویت د تثبیت درې کلن اسناد ورکوي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه یې نن د پنجشنبې په ورځ، مشهد او زاهدان ښارونو ته کاري ټیمونه ولېږل.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې د هویت د ثتبیت او ارشیف تنظیم ریاست یاد کاري ټیمونه به د ایران په مشهد او زاهدان ښارونو کې د مېشتو افغان کډوالو د هویت له تثبیت وروسته، هغوی ته د افغاني هویت ځانګړي درې کلن کارټونه ورکړي.

طالبانو ویلي، چې په ایران کې مېشت کډوال به د یاد درې کلن ځانګړي هویت کارت تر لاسه کولو وروسته د پاسپورټ ترلاسه کولو، تعلیمي او تحصیلي اسنادو په برخه کې ستونزې ونه لري او ایران به هم همدې اسنادو ته په کتو افغانانو ته اقامتي اسناد صادروي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په نږدې ورځو کې به په تهران ښار کې هم د هویت د تثبیت کاري ټیمونه فعالیت پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو