په راولپنډۍ کې پاکستاني پولیسو ۱۱۰ افغانان د جبري اخراج مرکزونو ته لېږدولي

۴ ساعتونه مخکې

د پنجاب ایالت د راولپنډۍ پولیسو ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د افغان او نورو بهرنیو وګړو ۴۴ قانوني قضیې ثبت کړې او د کورونو ۹ مالکان یې افغانانو ته په کرایه د کورونو ورکولو له امله نیولي، او ۱۱۰ افغانان د «جبري ستنولو مرکز» ته لېږدول شوي دي.

د راولپینډۍ پولیسو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه کسان چې خپل کورونه، دوکانونه يا نور ملکیتونه ناقانونه مېشتو بهرنیو وګړو ته په کرایه ورکوي، پر وړاندې به یې سخت اقدامات وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «هیڅوک اجازه نه لري چې خپل موټر، ریکشا، یا نور توکي ناقانونه مېشتو بهرنیو وګړو ته وسپاري یا ورسره سوداګري وکړي.»

پاکستاني پولیسو سپارښتنه کړې هغه بهرني وګړي چې قانوني اسناد لري، باید خپل نومونه د پولیسو په اړوندو حوزو کې ثبت کړي او که څوک له ناقانونه مېشتو کسانو سره همکاري کوي، د هغوی پر ضد به ګامونه پورته شي.

د پولیسو په وینا، د خلکو د پوهاوي لپاره د ټولنیزو شبکو له لارې پیغامونه خپرېږي او له جوماتونو هم د عامه خبرتیا اعلانات کېږي، څو خلک د حکومت له تازه لارښوونو خبر شي.

پولیسو له خلکو غوښتنه کړې چې د خپل شاوخوا سیمو څارنه وکړي او که د ناقانونه مېشتو بهرنیو وګړو په اړه معلومات ولري، پولیسو ته یې ورسوي.

د په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو کې یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او په پاکستان کې پر میشتو افغان کوال دغه هېواد خپل فشارونه ډېر کړي دي.

نور خبرونه

رادیو