د طالبانو د روغتیا وزیر د شاه سلمان بنسټ له مشر سره پر روغتیايي همکاریو غږېدلی

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د سعودي عربستان د سفر پر مهال د شاه سلمان د بشري مرستو بنسټ له مشر ډاکټر عبدالله ربیعه سره کتلي او د روغتیایي همکاریو پر پراختیا یې خبرې ورسره کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر اتمه وویل، چې په دې کتنه کې د افغانستان د روغتیايي سکټور د ملاتړ، انکشافي او بشري مرستو د پراختیا، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو د تجهیز، د سرطاني او قلبي ناروغیو د درملنې، او له ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخو کې د همکارۍ پر لارو بحث شوی دی.

د شاه سلمان بنسټ مشر ډاکټر عبدالله ربیعه ویلي، چې دغه بنسټ به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د روغتیايي تجهیزاتو، ظرفیت لوړونې، معیاري درملنې او اړوندو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د لا ښې همغږۍ او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه، د شاه سلمان بنسټ مشر او د سعودي د روغتیا وزیر ته د افغانستان د لیدنې بلنه ورکړې، چې هغوی هم دا بلنه منلې ده.

طالبانو د جلالي د سفر هدف د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا ترڅنګ له نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو سره د موثرې همغږۍ رامنځته کول بللي.

نور خبرونه

رادیو