د طالبانو مالیې وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې تلې میاشت کې یې وارد شوي ۶۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ګرځولي دي. د دغه وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تېل د یاد وزارت د تېلو د کیفیت او څار ریاست له لوري له فراه، نیمروز، حیرتان او شېرخان بندرونو بېرته ګرځول شوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په ګرځول شویو تېلو کې ډیزل او پټرول شامل وو. طالبانو له سوداګرو غوښتي، چې افغانستان ته دې د بېکیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.
طالبانو په تېر کې هم د افغانستان له بېلابېلو بندرونو د بېکیفیته تېلو له ګرځولو خبر ورکړی و؛ خو دې چارې بیا په وار، وار د ایراني چارواکو غبرګون راپارولی دی.
ایراني چارواکو ویلي، چې طالبان د تېلو د کیفیت د معلومولو معیاري سیسټم نهلري؛ خو طالبان بیا وايي چې د نړۍوالو سټنډرډونو سره سم د پرمختللي سیسټم په وسیله افغانستان ته د واردېدونکو توکو کیفیت څاري.

