د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی قزاقستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د یوشمېر مهمو صنعتي او کرنیزو سیمو څخه لیدنه کړې ده. هغه ویلي، هڅه کوي چې د یاد هېواد له عصري کرنیز سېسټم څخه په افغانستان کې هم استفاده وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۸مه) د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د قزاقستان د ملي اقتصاد وزیر ژومان ګارین هم له نورالدین عزیزي سره ملتیا کوله.
دغه لیدنې د اریس ولایت د مکتارال، شاردارا او کوجهتوغای په سیمو کې ترسره شوې. دغه سیمې د عصري کرنې، مېکانیزه زراعت، کرنیزو تولیداتو او د بدلون یا پروسس صنعتونو له مخې د بېلګې په توګه پېژندل کېږي. خبرپانه کې راغلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه سفر پر مهال له نږدې د قزاقستان د کرنې، اوبو لګونې، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ پرمختګونه وکتل.
عزیزي د یاد سفر پر مهال ویلي، افغانستان کولای شي د قزاقستان له بریالیو تجربو څخه په کرنه او صنعت کې ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړه: «د قزاقستان ګټورې تجربې او نوې کرنیزه ټېکنالوژي کولای شي، زموږ د هېواد د کرنیزو تولیداتو او اړوندو صنعتونو د ودې لپاره یوه ښه بېلګه وي.»
د سفر په بله برخه کې د افغانستان پلاوي د قزاقستان او ازبکستان له پولې هم لیدنه کړې ده. دواړو لورو د منځنۍ اسیا د نړۍوالو صنعتي همکاریو د مرکز اړوند د ګمرکي او ڼرانزیټي اسانتیاوو په اړه خبرې او نظرونه هم سره تبادله کړي.
خبرپانې لیکي، په دغه لیدنو کې د عصري سکنر سیسټمونو نصبول، د وسایطو د تګ راتګ د چټکې معاینې، د ګمرکونو د اسانتیا او د ټرانزیټ وخت د کمېدو مسایل د خبرو اصلي ټکي وو. دواړو لوریو د سیمهییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا او د افغانستان، قزاقستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو تر منځ د سوداګریز حجم د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی.
عزیزي زیاته کړې: «د دغه سفر اساسي موخه د نوو همکاریو زمینو برابرول، د تجربو تبادله او د قزاقستان د بریالیو اقتصادي بېلګو څخه د افغانستان د دوامداره پرمختګ لپاره ګټه اخیستل دي.» د طالبانو بېلابېلو لوړو پوړو چارواکو په دې وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سفرونه ډېر کړي دي.
د کارپوهانو په وینا؛ طالبان چې اوس په نړۍ کې سخت منزوي شوي، د اړیکو او سوداګرۍ لپاره ورته یوازې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورپاتې دي.

