د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ تر جګړې وروسته د سیاسي ترینګلتیاوو له امله په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان دننه د تازه مېوو، سبزیجاتو او ان وچې میوې بیې د پام وړ لوړې شوې دي. پاکستانۍ رسنۍ وایي، د اسلاماباد په ګډون ګڼو ښارونو کې خلک له لوړو بیو فریادونه کوي.
د سوداګرو د معلوماتو له مخې؛ د سبزيجاتو او مېوو بیې اوس تر بل هر وخت لوړې شوې دي. د یو کیلو رومیانو بیه ۴۵۰ کلدارو ته رسېدلې، هوږه ۶۰۰ کلدارې، سونډ (ادرک) ۸۰۰ کلدارې، مټر ۴۰۰ کلدارې، پیاز ۱۸۰ او سپینې مولۍ په ۱۵۰ کلدارو پلورل کېږي.
همدارنګه د کندهاري انارو بیه تر ۴۵۰کلدارو او د چمن د یو کیلو انګورو بیه تر ۵۵۰ کلدارو رسېدلې ده. د دغه لوړو بیو لوی لامل له افغانستان نه پاکستان ته د صادراتو بشپړ بندیز بلل شوی دی. همدا راز په پاکستان کې بیا د چرګانو بیه بیخي راټیټه شوې، ځکه افغانستان ته یې قاچاق بند شوی دی. برعکس پاکستان کې د پسونو او غټو مالونو غوښې بیا ګرانې شوې او د لبنیاتو پلورونکي هم اندېښنه لري، چې په نوامبر میاشت کې به یې بیې لوړې شي.
اېکسپرېس ټربیون ورځپانې د پاکستان د سبزیجاتو ټولنې د یوه مشر غلام قادر میر له خولې لیکلي: «پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د سبزيجاتو او مېوو ډېری کروندې لهمنځه تللې دي. موږ د افغانستان پر وارداتو تکیه لرله.»
نوموړی وایي، چې اوسمهال د پاکستان حاصلات کم دي او تقاضا دوه برابره زیاته شوې ده. د هغه په خبره؛ که لارې همداسې بندې وي او افغانستان سره سوداګري عادي نهشي؛ نو پاکستان کې به بیې همداسې لوړې وي. تورخم، سپین بولدک، خرلڅي، غلام خان او د انګور اډې لارې له تېرو نږدې درېیو اونیو راهیسې بندې دي.
هاخوا په افغانستان کې هم د لارو تړل کېدو د تازه مېوې کاروباریانو او بڼوالو ته خپله برخه زیانونه اړولي دي. د دواړه خواوو سوداګرو په وار، وار له اسلاماباد او کابل غوښتي، چې د خپلو سیاسي کړکېچونو او ناندریو له کبله دې سوداګري نه زیانمنوي.
لا معلومه نهده، چې پر ډیورنډ کرښه تړل شوې دروازې به تر کومې مودې تړلې وي او د خلاصون په تړاو یې هم کوم ښکاره څرک نه لیدل کېږي.

