طالبان: د قوش‌تېپې کانال د دویمې برخې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د سربند چارې ۸۵ سلنه او د دویمې برخې د کېندنې او ډکولو چارې ۹۵سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس احمد جان بلال د یاد کانال له چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د قوش تېپې کانال چارې به په خپل وخت بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د قوش تېپې کانال د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره تاریخي فرصت دی او د دغه پروژې د بشپړېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

وړاندې د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ویلي و، چې د قوش تېپې کانال پروژې د دویم فاز د کېندلو چارې به د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي.

د ۲۸۰ کیلومټره په اوږدوالي د اوبو د دغه ستر کانال چارې د ۱۴۰۱ کال (د وري په ۱۰مه) پیل شوې، چې د چارواکو په خبره په بشپړېدو به یې درې مېلیونه جریبه كرنيزه ځمكه خړوبه شي.

نور خبرونه

رادیو