تازه د برېټانیا حکومت اعلان کړی، چې د مېلیسا توپان له کبله د کارابین سیمې او په ځانګړې توګه د جامایکا هېواد له اغېزمنو سره د ۳۰۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کوي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ژر تر ژره به سیمې ته د اوبو فلټرونه او کمپلې هم ورسوي چې د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي. یاد وزارت ویلي، چې سیمې ته یې د بشري مرستو او تخنیکي متخصصینو ډلې هم استولې دي.
د «میلیسا» توپان د جامایکا په تاریخ کې تر ټولو پیاوړی توپان و. که څه هم د دغه توپان له کبله د مرګ ژوبلې په اړه لا کره شمېرې نهدي شریکې شوې؛ خو چارواکو ویلي چې پراخه ویجاړي یې رامنځته کړې ده.

