طالبان وایي، د پاکستان له زندانونو تر ۳۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د لسګونه افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خوشې شوي ۳۰۵ افغانان د روانې اوونۍ په لړ کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ له بنده خلاص شوي دغه افغانان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په زندان کې پاتې شوي دي. که څه هم د طالبانو د کډوالو وزارت دا نه‌دي ویلي، چې دغه افغانان د کومو جرمونو په تړاو نیول شوي وو؛ خو تر ډېره په پاکستان کې افغانان د اوسېدو قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول کېږي.

نور خبرونه

رادیو