پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله په پاکستان کې تر رومیانو وروسته اوس په تېرو څو ورځو کې د پیازو بیې هم په بېسارې توګه لوړې شوې دي. د پیازو بیه چې مخکې له ۱۱۰ تر ۱۲۰ پاکستاني کلدارو پورې وه، اوس د هر کیلو بیه ۲۲۰ کلدارو ته رسېدلې ده.
له اسلاماباد نه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې لیکلي، چې د رومیانو بیه اوس له ۷۰۰ پاکستاني کلدارو بېرته ۲۰۰ ته راټیټه شوې؛ خو بلهخوا د پیازو بیې مخ په لوړېدو روانې دي او غوښتنه یې هم ډېره شوې ده. یاده ورځپاڼه وایي، د خوراکي توکو او سبزیجاتو د لوړو بیو له کبله پاکستانیان اوس اېله د ورځې سودا اخلي او د ډېرې سودا له اخیستو ډډه کوي.
د سبزیو د عمده پلورونکو ټولنې مشر حاجي شاهجهان ویلي، د سند ایالت له تازه فصلونو څخه د پیازو حاصل پیل شوی؛ خو لاهم دغه کچه محدوده ده او تمه کېږي تر راتلونکو درېیو اونیو پورې به دغه حاصلات زیات شي. هغه زیاته کړې، تر هغه وخته به د پیازو بیې ښایي همداسې لوړې پاتې وي.
شاهجهان وویل، چې لږه اندازه پیاز له ایران هم ور وړل کېږي؛ خو د ایران د لوړو بیو او د ګمرکي ځنډ له امله د پاکستان واردات له ستونزو سره مخ دي. هغه همدارنګه څرګنده کړه، له هغه وخت راهیسې چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ سوداګري د ډیورنډ پر کرښه د جګړو له امله بنده شوې؛ بیا له افغانستان څخه هېڅ ډول سبزیجات پاکستان ته نه دي ور وړل شوي.
د نوموړي په خبره: «په تېرو څو ورځو کې د سبزیو په عمده بازارونو کې د پیازو کموالی راغلی، ځکه چې د سند له فصلونو حاصلات ډېر کم دي او له ایران نه بیا واردات محدود دي.» د سزیجاتو د ټولنې د دغه مشر په وینا؛ اوسمهال د لوړو بیو له امله د پاکستان د پیازو صادرات هم درېدلي دي.
کراچۍ کې ځايي کمېشنر هم په بازارونو کې د سبزیجاتو او خوراکي توکو له بیو اندېښنه ښودلې. هلته نرخنامه کې د یو کیلو پیازو بیه ۱۰۴کلدارې ښوول شوې؛ خو په بازارونو کې له ۲۰۰تر ۲۲۰ روپیو پلورل کېږي. همدا راز په پنجاب ایالت کې هم د پیازو له لوړو بیو شکایتونه شوي. هلته نه یوازې ځايي اوسېدونکو؛ بلکې کاروباریانو هم له دې لوړو بیو سر ټکولی.
دغه بیې داسې مهال لوړېږي، چې پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې د تېر کال پرتله سږ کال د پیازو حاصلاتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له امله د سبزیجاتو او تازه مېوو کاروباریانو ته هم درانه زیانونه اوښتي.
افغانستان انټرنشنل ته د کابل په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د انګورو د کاروباریانو او بڼوالو راستول شویو معلوماتو کې شکایتونه شوي، چې د لارو بندېدو له کبله دوی درانه مالي زیانونه لیدلي. بڼوال او کاروباریان وایي، سږ کال یې په تازه مېوو کې درانه زیانونه جبران کړي او که له پاکستان سره لارې همداسې تړلې وي؛ نو حاصلات به یې له لا نورو تاوانونو سره مخ شي.
هممهاله افغان او پاکستاني سوداګرو نیوکې کړې، چې د اسلاماباد او کابل واکمنو په لوی لاس سوداګري د سیاسي کړکېچ قرباني کړې ده. دغه سوداګر وایي، دواړه لوري سوداګر او عام وګړي د دغه کړکېچ قربانیان دي.

