د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی، چې سملاسي دې د اټومي وسلو ازموینه پیل کړي. هغه د امریکا دفاع وزارت ته دغه لارښوونه د چین له ولسمشر سره تر لیدنې وړاندې کړې ده.
نوموړي ویلي، چې دغه اقدام به د امریکا د سیالانو، په ځانګړي ډول د روسیې او چین د ازموینو په کچه ترسره شي. د نوموړي په وینا:« د نورو هېوادونو د ازموینو له امله مې دفاع وزارت ته لارښوونه کړې، چې زموږ د اټومي وسلو ازموینه دې ترسره کړي. دغه لړۍ به سملاسي پیل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین ویلي چې روسیې د بوریوېستِنیک په نوم نوی اټومي کروز توغندی په بریالیتوب سره وازمویه.

