په لغمان ولایت کې د طالبانو د ټرافیکو مدیر حبیب الله مبارز وایي، چې بېګاه شپه د لغمان ولایت اړوند «سرخکانو چوک» ته نږدې د درېیو موټرو د ټکر له امله د یوې مېرمنې په ګډون ۳ کسه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي، چې ټپیان د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځینو هغو روغتیایي وضعیت بیا نازک ښودل شوی دی.

