د سپینبولدک ـ چمن لار نږدې درې اوونۍ کېږي، چې لا هم د مساپرو پر مخ تړلې ده. د سپین بولدک ـ چمن لار چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ، سوداګرۍ او بېړنیو حالتونو لپاره خورا مهمه لاره ده، له درېیو اوونیو راهیسې تړلې پاتې ده.
د لارې له تړل کېدو سره زرګونه افغان مساپر، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان دواړو غاړو کې بند پاتې دي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، که څه هم دغه مساپر ډېری یې قانوني اسناد، ویزې او تذکرې لري، خو د پاکستان له خوا ورته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
په سپين بولدک ولسوالۍ کې طالب مسوولان وایي، د لارې تړل کېدل نه یوازې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د بشري ناورین بڼه یې غوره کړې ده.
په چمن کې بند پاتې یو افغان عبدالخالق چې له خپلې کورنۍ سره له اتو ورځو راهیسي هلته تم دی وايي: «ماشوم مې ناروغ دی، اسناد هم لرم خو نه مې پرېږدي چې واوړم، موږ له ویزې سره راغلي یو، خو اجازه نه راکول کېږي له سختو ستونزو سره مخ یو.»
همداراز زرمینه چې له کندهار څخه د خپل ناروغ مېړه د درملنې لپاره کوټې ته روانه وه وايي: «له ۱۵ ورځو راهیسي دلته بند پاتې یو، مېړه مې د زړه ناروغ دی، خو اجازه نه راکول کېږي.»
د خلکو په وینا، د لارې تړل کېدو له امله نه یوازې ناروغان له مرګ سره مخ دي، بلکې د خوراک، اوبو او د استوګنې سخت کمبود هم رامنځته شوی دی.
طالب چارواکي او سیمهییز خلک وایي، د پاکستان لوري دا پرېکړه یوازې د امنیتي دلایلو له امله نه ده کړې، بلکې سیاسي فشارونه هم پکې شامل دي.
د سپین بولدک اوسېدونکی حاجي بسم الله وايي: «پاکستان هر ځل د افغانانو پر ضد له دې لارې سیاسي فشار جوړوي، کله چې کومه مسله وي، نو دا دروازه بندوي او خلکو ته عذاب ورکوي، دا ښکاره ظلم دی.»
د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونو چلند له اوږدې مودې راهیسي د افغانانو د غوسې سبب ګرځېدلی دی.
هر ځل چې د دواړو لوریو اړیکې ترینګلې شي، پاکستان د سپین بولدک او یا تورخم لاره تړلې ده.
د چارو شنونکي وایي، د تګراتګ بندیزونه نه یوازې د بشري اصولو خلاف دي، بلکې د نړۍوالو تړونونو سرغړونه هم ګڼل کېږي، ځکه زرګونه قانوني مساپر بې له کوم جرم څخه بند پاتې دي.
د سپین بولدک دروازه که څه هم یوازې د هغو افغانانو لپاره خلاصه ده، چې له پاکستان څخه راستانه کېږي، خو هغوی هم وایي، پاکستاني ځواکونه ورسره سپک چلند کوي.
د سپین بولدک او تورخم د لارو تړل د زرګونو افغانانو ژوند ته مستقیم ګواښ جوړ کړی دی.
د خلکو غوښتنه دا ده، چې دواړه هېوادونه د بشري ارزښتونو پر بنسټ ژر تر ژره دا لارې بېرته خلاصې کړي او د خلکو تګراتګ ته اجازه ورکړي.

