د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره یې په افغانستان کې د بندي ایرانیانو د انتقال په اړه هوکړه کړې ده. ایراني چارواکو د طالبانو په زندانونو کې د ایراني وګړو د شمېر په اړه څه نه دې ویلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لېدنو په ترڅ کې یې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره په افغانستان کې د بندي ایراني وګړو د انتقال په اړه هوکړه کړې ده.
غریب ابادي ویلي:« هوکړه وشوه، چې د بندي ایرانیانو نوملړ به زموږ سفارت ته وسپارل شي او له هوکړې سره سم به د ایراني بندیانو د انتقال لپاره زمینه برابره شي.»
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې له ایران څخه هم د افغان بندیانو د انتقال په اړه هوکړه شوې او یاد بندیان به د خپل زندان پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.
کاظم غریب ابادي زیاته کړې:«ځیني مجرمان هم لرو، چې په حقیقت کې هغه افغان مجرمین دي، چې بېلا بېل جرمونه یې کړې دي. موږ غوښته وکړه، چې یوه مناسبه همکاري د افغان لوري څخه هم په دې برخه کې وشي.»
یاد لوړپوړي ایراني دیپلومات افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د سرحدونو قبایلو چارو وزیر په ګډون له ګڼو طالب چارواکو سره هم کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو، پولې، نشه يي توکو او انساني قاچاق په اړه یې بحثونه کړي دي.

