د جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل وايي، چې له لومړۍ ورځې روښانه وه چې «د پاکستان پوځي رژيم» د خبرو اترو په اړه ریښتنی نیت نه درلود.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان باید له ولسي، سیاسي او نظامي پلوه بشپړ چمتوالی ولري.
ضياالحق امرخېل د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو خبرو اترو ته په اشارې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې پاکستان په دې خبرو کې ریښتنی نیت نه درلود؛ نو « همدا وجه وه، چې یو بې صلاحیته، کمزوری او د ټيټې کچې پلاوی یې مذاکراتو ته واستاوه.»
د نوموړي په خبره، د ملي یووالي د پياوړتیا او د ولس ټولو مشروع غوښتنو ته مثبت او عملي ځواب ویلو ته همدا مناسب وخت دی او په دې سره به افغانستان لا قوي او باثباته شي.
نوموړي همدې حالاتو ته په کتو د اوکراین مثال وړاندې کړی او لیکلي یې دي: «اوکراین ځکه وتوانېد چې د روسیې پر وړاندې مقاومت وکړي، چې دننه یې اختلافات نه لرل. زموږ قوت په یووالي کې دی.»
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ په ترکیه کې خبرې اترې بېپایلې پای ته رسېدلې دي او هېڅ ډول پرمختګ یا توافق پکې نه دی شوی.

