د ایران تېل د لومړي ځل لپاره د رېل له لارې افغانستان ته صادر شول

۱۸ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وویل، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د رېل له لارې ترسره شول. هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د رېل له لارې د تېلو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره یو مهم ګام دی.

په ورته وخت کې د طالبانو د اورګاډي د پراختیا ادارې اجراییوي مشر مصطفی رضايي اعلان وکړ، چې د ۱۱۲۰ ټنه ډیزل لومړۍ بار چې ۲۰ محموله وو، د دې اوونۍ په پیل کې د خواف-هرات رېل پټلۍ او د «شمتیغ» رېل پټلۍ له لارې د افغانستان خاورې ته ورسېد.

رضایي وویل، چې د سون توکو د لومړي رېل‌ ګاډي ورتګ د هرات ولایت د روزنک تمځای ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د یوې نوې مرحلې پیل ښيي.

هغه زیاته کړه، چې په لومړي پړاو کې دا کنسرسیوم چمتو دی چې هره میاشت د خواف–روزنک د رېل پټلۍ له لارې له ۳۰ زرو ټنو څخه ډېر لوړکیفیت لرونکي سون توکي افغانستان ته صادر کړي.

د دې کنسرسیوم رییس ټینګار وکړ، چې د رېل له لارې د سون توکو انتقال به د سړکونو پر مسیرونو تکیه کمه کړي، د سرحدي ځنډ د له منځه وړلو له لارې به وخت او د سوداګرۍ لګښتونه راکم کړي.

رضایي د خواف–هرات رېل پټلۍ د سیمې یو خوندي او ستراتیژیک دهلېز وباله او ویې‌ ویل، چې د دې لارې کارول نه یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم زیاتوي، بلکې د افغانستان د سون توکو او اساسي موادو دوامداره تأمین هم تضمینوي او د انرژۍ د بازار ثبات ته په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې مثبت اغېز رسوي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه صادراتي او ټرانزیټي توکي د همدې رېل پټلۍ او د شمتیغ د پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د خواف–هرات رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.

ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی. د پاکستان د بندرونو تړل کېدل د افغان سوداګرو پر وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پراختیا لا نوره ډېره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو