المرصاد: د داعش ډلې د جذب او روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي

۱۸ ساعتونه مخکې

طالبانو ته نږدې رسنۍ «المرصاد» د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د داعش ډلې د نیول شویو پاکستاني غړو اعترافونو ته یې لاسرسی موندلی، چې دا په دې ډله کې د پاکستاني وګړو او په دغه هېواد کې د یادې ډلې د جذب او روزنې د مرکزونو شتون څرګندوي.

په ویډیو کې ښودل شوي، چې یو تنکی ځوان وایي نوم یې سعیدالله دی، «مستعار نوم الهام» او د پلار نوم یې سبز علي دی. هغه د مهمند ایجنسۍ د خویزو کلي اوسېدونکی دی.

یاد ځوان وایي، په پېښور کې یې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې په یوې مدرسه کې دینی زده کړې کولې، چې د «اسامه» په نوم د داعش ډلې د یوه غړي له لوري یادې ډلې ته جذب شو او په کویټه کې یې د داعش له خوا نظامي او فکري روزنه ترلاسه کړه.

په ویډیو کې سعیدالله وایي: «کله چې ما په پاکستان کې له داعش ډلې نظامي روزنه ترلاسه کوله، موږ یوازې پاکستانیان نه وو، بلکې د تاجکستان، ازبکستان، ترکیې او روسیې وګړي هم شامل وو، چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۳۰ کلونو پورې وو.»

هغه په ویډیو کې اعتراف کوي، چې له روزنې وروسته د څه مودې لپاره په پېښور کې په خپل کور کې پاتې شو او بیا د نصرت په نوم شخص له خوا افغانستان ته وغوښتل شو.

د داعش ډلې دغه تنکی ځوان غړی په جعلي افغان پېژندپاڼه د تورخم له لارې د یوه کډوال په بڼه تر جلال‌اباد (ننګرهار) پورې تللی او د یادې ډلې له نورو غړو سره یو ځای شوی دی.

سعیدالله وایي، په ننګرهار کې د یادې ډلې سره تر څه مودې پاتې کېدو وروسته یې غوښتل، چې له خپل یوه بل ملګري سره یو ځای بېرته خپل کور ته ستون شي، خو د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د طالبانو له خوا د نیول شوي د داعش خراسان ډلې د غړي اعتراف په داسې حال کې افشا کېږي، چې طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې، پاکستان د دوی د مخالفې ډلې (داعش) لپاره په خپله خاوره کې پټنځایونه او روزنیز کمپونه برابر کړي او دا ډله د یاد هېواد له ملاتړ څخه برخمنه ده. خو پاکستاني لوري بیا دا ادعاوې رد کړي او تل یې ویلي، برعکس طالبان د افغانستان په خاوره کې «ټي ټي پي» او نورو ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

دغو ادعاوو تر هغه وروسته زور واخیست چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ناندرې پر نښتو بدلې شوې. د پاکستان هوایي ځواکونو په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې موخې په نښه کړې، چې ګواکې د «ټي ټي پي» پر غړو یې بریدونه کړي دي.

بلخوا، طالبانو دا بریدونه د افغانستان د هوایي حریم نقص وباله او ۴۸ ساعته وروسته یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو د پاکستان پر پوستو ځمکنی برید وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل، چې په دې بریدونو کې یې د پاکستان ۵۸ سرتېري وژلي او یو زیات شمېر پوستې یې نیولي دي.

له نښتو وروسته د قطر او ترکیې هېواد په منځګړیتوب په دوحه کې د اوربند هوکړه د دواړو لوریو د دفاع وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوه او د نورو خبرو لپاره یې د ترکیې استانبول ښار وټاکه. خو په ترکیه هم د دواړو لوریو مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي، چې یو ناڅرګند حالت یې رامنځته کړی دی.

نور خبرونه

رادیو