د برازیل په ریو دو ژانیرو ښار کې د پولیسو له تاریخي مرګوني عملیاتو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وولکر ترک د برازیلي پولیسو په جوړښت او کړنلارو کې د بېړني، جامع او اغېزمنو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
نوموړي خبرداری ورکړ، چې د قانون پلي کولو کې د تاوتریخوالي او نژادي تبعیض دوام باید سمدلاسه ودرول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، وولکر تورک د ریو ډې ژانیرو د پولیسو د خونړي عملیاتو په غبرګون کې وویل، چې برازیل باید د «افراطي تاوتریخوالي کړۍ» ماته کړي.
د برازیل پولیسو د سې شنبې په ورځ د «کمپلېکسو دو المایو» او «کمپلېکسو دا پنیا» په سیمو کې پراخ عملیات ترسره کړل چې د چارواکو په وینا، د شاوخوا ۱۰۰ قضایي حکمونو د تطبیق لپاره د منظمې جرمې شبکې د غړو پر وړاندې پلان شوي وو.
په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان وژل شوي، چې پکې څلور د پولیسو افسران هم شامل دي او ۸۱ تنه نور نیول شوي دي.
تورک وویل: «زه پوهېږم چې له هغو سختدریځو ډلو لکه کومانډو ورمیلیو سره مبارزه اسانه نه ده، خو د درنو تلفاتو لرونکي عملیاتو تکرار په ځانګړي ډول د افریقایيالاصله اوسېدونکو په منځ کې دا ښيي چې د قانون د پلي کولو په کړنلارو کې باید جدي بدلون راشي.»
تورک ټینګار وکړ، چې برازیل باید ډاډ ترلاسه کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د زور کارول د نړۍوالو معیارونو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر د وروستیو پېښو په اړه د سمدستي، خپلواک او اغېزمنو څېړنو او د پولیسو په ځواک کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
هغه د اغېزمنو کورنیو او ټولنو د ملاتړ لپاره د خپلواکو میکانیزمونو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ ترڅو عدالت او تاوان ترلاسه کړي.

