د پاکستان پحوانی چارواکی: د امریکا ولسمشر ټرمپ دې د بلوچستان د ازادۍ ملاتړ وکړي

۱۹ ساعتونه مخکې

د بلوچستان پخواني ایالتي وزیر او د بلوڅ ملتپاله غورځنګ ملاتړي، تارا چند د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي او دا سیمه له پاکستان څخه بېله کړي.

دغه پخواني پاکستاني چارواکي په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، که ولسمشر ټرمپ په رښتیا هم د سولې نوبل جایزه غواړي، نو باید د بلوچستان د ازادۍ لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

نوموړي ادعا کړې چې پاکستاني پوځ له تېرو اویا کلونو راهیسې بلوچستان تر خپل اشغال لاندې نیولی او د بلوڅ ولس پر وړاندې یې د «نسل وژنې»لړۍ روانه ساتلې ده.

هغه زیاته کړې، نړۍ ویني چې د پاکستان پوځ او حکومت د بلوچستان طبیعي زېرمو لوټ او تالان ته دوام ورکوي، خو د سیمې خلک لا هم له اوبو، برېښنا، روغتیا، درملو او ښوونې بنسټیزو خدمتونو څخه بې‌برخې دي.

ښاغلي تارا چند ټینګار کړی، که ټرمپ د بلوچستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړي، بلوڅ ملتپال به یې د سولې د نوبل جایزې لپاره بشپړ ملاتړ وکړي.

نوموړي د پاکستان پر پوځ او حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې «بلوچستان د پاکستان له استعماري چلند ستړی شوی او د خپل برخلیک د ټاکلو حق غواړي».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ پر ضد بریدونه او وسله وال فعالیتونه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د شخړو د حل په برخه کې د ده د رول له امله د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی دی.

نور خبرونه

رادیو