کریم خُرم: د پاکستاني چارواکو رجز ویل او ګواښونه بیخي ډېر شوي

پرون

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خُرم وايي، د استانبول له بې پایلو خبرو وروسته د پاکستاني چارواکو رجز ویل او ګواښونه بیخي ډېر شوي. نوموړی زیاتوي چې جګړه نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په ګټه ده.

خُرم د چارشنبې په ورځ، د تلې پر اوومه پر خپل اېکس ولیکل، چې حامد کرزي په ۲۰۰۷ کال کې د اسلام‌اباد پوځي اکاډمۍ کې د وینا پرمهال ویلي وو، چې «افغانستان او پاکستان کولای شي د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو په څېر، د متمدنو اړیکو له لارې یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړي او د ګډې ودې لور ته لاړ شي».

خو خُرم وايي، دا لیدلوری پلی نه شو، ځکه د ده په وینا،د پاکستان مشرانو د نورو د ګټو لپاره د افغانستان د تخریب لاره غوره کړه.

نوموړي زیاته کړې، « نن هم د پاکستان د مشرانو تګلاره په داسې وخت کې جګړه‌طلبانه شوې ده، چې نړۍ د ژور بدلون او احتمالي وېش په پړاو کې ده».

خُرم ویلي، امکان لري نړۍ د «یالتا – ۲» په څېر حالت ته ننوځي او یو ځل بیا د لویو قدرتونو ترمنځ وویشل شي، یا د یوې سترې نښتې لور ته ولاړه شي.

هغه د امریکا او چین د ولسمشرانو د سبانۍ لیدنې یادونه کړې او وايي، دا ناسته به یوازې په سوداګرۍ، اقتصاد او ټکنالوژۍ پورې محدوده نه وي، بلکې جیوپولیتیکي مسایل به هم پکې شامل وي.

د ده په باور، که هلته موافقې وشي یا اختلافات ژور شي، دواړه حالتونه به پر افغانستان او سیمه ژور اغېز ولري.

خُرم پوښتنه کړې، چې « ایا د پاکستان نوې جګړه‌طلبي له دغو نړیوالو بدلونونو سره تړاو لري؟ او اسلام‌اباد یو ځل بیا د نورو د ګټو لپاره افغانستان او پاکستان د یوې نوې فاجعې پر لور بیايي؟».

نوموړي دا احتمال شونی بللی دی.

د کرزي ددفتر پخوانی رییس ټینګار کړی چې افغانستان د خپل تاریخ په یو حساس پړاو کې دی او بریالیتوب یوازې هغه وخت شونی دی چې افغانان په منځ کې متحد او همغږي شي، ټول ملت حکومت خپل وبللای شي او ترڅنګ یې ودریږي.

نوموړي دغه راز په دې برخه کې د افغانستان د باوري متحدینو او ثابت نړیوال دریځ اړتیا په ګوته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو