د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر عطاءالله تارړ د چهارشنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، چې د طالبانو رژیم د استانبول د څلور ورځنیو خبرو اترو د ناکامۍ مسوول دی. نوموړي ټینګار وکړ، که له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد بریدونه وشي، نو اسلاماباد د ځان د دفاع حق لري.
تارړ له «جیو نیوز» سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو پلاوي د هغو «نهردېدونکو شواهدو» چې پاکستاني لوري وړاندې کړل، وروسته هم د ترهګریزو بریدونو د بندولو او د هغوی د مسوولینو د نیولو لپاره د یوې واحدې اجنډا له منلو ډډه وکړه او له همدې امله خبرې اترې بې پایلې حالت ته رسېدلې دي.
نوموړي د طالبانو د استازو له خوا د هوکړې د لیکلي متن نهلاسلیکول «ریاکاري» وبلل او پوښتنه یې وکړه: «ایا دا ثبوت نه دی، چې طالبان له ترهګرو ملاتړ کوي؟»
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر دا هم وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به د لنډ مهال لپاره بند وي او «وروستۍ پرېکړه به په راتلونکو څو ورځو کې وشي.»
هغه زیاته کړه، چې پاکستان د دودیزې او ان د نیابتي جګړې په ډګر کې پر افغانستان بشپړه برتري لري.
بلخوا، د طالبانو نږدې رسنیو د تارړ د څرګندونو خلاف د پاکستان پلاوی د خبرو د ناکامۍ مسوول بللی او ادعا یې کړې، چې د پاکستان استازو د احتمالي موافقې له لاسلیک مخکې پلمې جوړې کړې او غونډه یې پرېښوده.
د طالبانو ادارې تل دا تور رد کړی، چې د ا فغانستان خاوره د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره استفاده کېږي.
تارړ د قطر او ترکیې له منځګړتوب څخه مننه وکړه، خو ویې ویل چې طالبان ونه توانېدل د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي او د مسوولو ډلو د مجازاتو لپاره پر یوې ګډې کړنلارې سره موافق شي.
هغه ټینګار وکړ : «د ډیپلوماتیکو هڅو هیله تل شته»، خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړ چې که دا ثابته شي چې د افغانستان له خاورې بریدونه کېږي، «پاکستان به د ځان د دفاع حق ولري.»
د استانبول خبرې تر هغه وروسته ترسره شوې، چې د پاکستان او د طالبانو د دفاع وزیرانو په دوحه کې یوه موافقه لاسلیک کړه. په هغه ناسته کې دواړو لوریو د اوربند او د شخړو د کمولو موافقه وکړه، خو تخنیکي جزییات یې د استانبول غونډې ته پرېښودل.
پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو مخه ونیسي او هم یې غوښتنه کړې چې د وسله والو د بریدونو د مخنیوي په اړه لیکلې ضمانت ورکړي.
طالبانو بیا تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د ګواښوونکو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې اسلاماباد باید د شوروي، امریکا او برېتانیا له برخلیک څخه عبرت واخلي.

