د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم مرستیال ژومان ګارین، د ملي اقتصاد وزیر او د دې هېواد د نورو سیمهییزو مسوولینو او د دواړو هېوادونو سوداګرو په شتون کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت نن سه شنبه، د لړم ۶مه پر اېکس لیکلی، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د دغه نندارتون پرانیستې پرمهال د ظرفیتونو پېژندل، د افغاني تولیدي محصولاتو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینکار کړی دی.
په دغه نندارتون کې د افغانستان د لسګونو شرکتونو داخلي تولیدات او صنایع نندارې ته وړاندې کړي او د روان کال اکټوبر میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام ولري.

