د تهران والي: باید د کار په برخه کې ایراني کارګرو ته لومړيتوب ورکړل شي

۳ ورځې مخکې

د تهران والي محمدصادق معتمدیان وایي، چې باید د قانون په چوکاټ کې د بهرنیو وګړو او کډوالو انساني کرامت په پام کې ونیول شي. هغه ویلي، باید د کار په برخه کې ایرانیانو ته لومړيتوب ورکړل شي؛ که اړتیا وي هغه بهرني وګړي هم کار کولای شي، چې د استوګنې او کار جواز ولري.

ښاغلي معتمدیان د تهران د وګړو او کډوالو چارو شورا په غونډه کې ویلي، چې د بهرنیو وګړو وضعیت باید د قانون په چوکاټ کې په کره توګه تنظیم او وڅارل شي. هغه د ایران تاریخي رول ته په اشارې سره ویلي:« د ایران ملت د سیمې د بدلونونو له امله له کلونو راهیسې د کډوالو کوربه پاتې شوی او له کډوالو سره انساني چلند زموږ پخوانی ویاړ دی.»

هغه زیاته کړه، د کار لپاره باید ایرانیانو ته لومړیتوب ورکړل شي؛ خو په هغو مواردو کې چې اړتیا وي، هغه بهرني وګړي هم په کار ګومارل کېدای شي، چې د استوګنې او کار قانوني جواز ولري.

هغه وړاندې ویلي، باید د بهرنیو وګړو د مدیریت او تنظیم تګلارې داسې عملي شي چې د کډوالو د انساني حقونو تر څنګ د هېواد ملي ګټې او ټولنیز نظم هم په پام کې ونیول شي.

د تهران والي داسې مهال له افغان کډوالو سره د انساني چلند خبره کړې، چې په وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شي چې ځينو ایرانيانو له افغان کډوالو سره غیرانساني چلند کړی او له یاد هېواده د اېستلو پر مهال یې د هغوی لاسباړه هم نه‌ده ورکړې.

نور خبرونه

رادیو