د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د سعودي عربستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان د روغتيا وزير په رسمي بلنه د يوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر کړی. طالبانو ویلي، دغه سفر د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د روغتيايي همکارۍ د پياوړتيا، د تجربو د تبادلې او د ګډو هڅو د همغږۍ په موخه ترسره شوی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې ښاغلی جلالي به د دغه سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د روغتيا له وزير، د «ګېټس» بنسټ او د شاه سلمان خيريه بنسټ له استازو سره جلا، جلا ناستې وکړي او د روغتيا په نړۍوال نندارتون کې به هم ګډون وکړي.

نور خبرونه

رادیو