روسیې د بوریوېستِنیک په نوم نوی اټومي کروز توغندی په بریالیتوب سره وازمویه. مسکو وايي، چې دغه توغندی دفاعي سیسټم نهشي شنډولای او خپل هدف ته رسېدای شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې دغه توغندی به اوس په مناسب ځای کې نصب شي.
کرملېن وایي، دغه لرې واټن وېشتونکی اټومي توغندی له هر ډول دفاعي سیسټم څخه تېرېدای شي.

