د طالبانو د هلمند پوهنتون رییس محمد شریفالله ابو احمد «له نشهیي توکو پاک افغانستان» کنفرانس کې ویلي، چې له نشهيي توکو پاک افغانستان کومه سیاسي برنامه نه، بلکې د دې بدې پدېدې مخنیوی ددوی شرعي مکلفیت دی.
په هلمند پوهنتون کې «له نشهیي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې درې ورځنی کنفرانس پیل شوی دی.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت وایي، دغه کنفرانس د ملاهبت الله د فرمانونو په رڼا کې د نشهیي توکو نړیوالې پدېدې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.
د طالبانو د هلمند پوهنتون رییس له سوداګرو غوښتي، چې د نشهیي توکو په مخنیوي سره راتلونکو نسلونو ته د سوداګرۍ او پانګونې سالمې لارې پرانیزي.

