د بدخشان د سرو زرو پر کان د طالبانو خپلمنځي نښته کې یو طالب وژل شوی

۵ ساعتونه مخکې

ځایي سرچینې وايي، د طالبانو د دوو ځواکمنو قوماندانانو ترمنځ د بدخشان په شهر بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو پر یوه کان وسله‌ واله نښته شوې ده. د راپورونو له مخې، په دې نښته کې د طالبانو د «سرحدي کنډک» یو سرتېری وژل شوی او د دواړو لوریو ترمنځ کړکېچ لا هم روان دی.

ځایي سرچینو د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ د پایان‌مور په سیمه کې د طالبانو ترمنځ د تازه نښتې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي، دا نښته د بدخشان د معادن پخواني رییس عبدالرحمن عمار او د اوسني رییس حفیظ الله شفیقي ترمنځ د سرو زرو کان پر سر شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو د سرحدي کنډک ځواکونه د اوسني رییس حفیظ الله شفیقي په ملاتړ جګړې ته ور داخل شوي، خو د عبدالرحمن عمار اړوند وسله‌والو یې په وړاندې جګړه کړې ده.

سرچینې زیاتوي، په نښته کې لږ تر لږه یو طالب سرتېری وژل شوی.

سرچینې دا وایي چې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي، خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

ویل کېږي، عبدالرحمان عمار او حفیظ الله شفیقي دواړه د طالبانو د اغېزناکو محلي قوماندانانو له ډلې دي.

عمار که څه هم په رسمي ډول د طالبانو د حکومت غړی نه دی، خو په سیمه کې د وسله والو یوه ډله تر خپل واک لاندې لري.

نور خبرونه

رادیو