ندامحمد ندیم: په هلمند کې له نشه‌یي توکو د پاک افغانستان غونډې جوړېدل تاریخي فرصت دی

۳۶ دقيقې مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم په هلمند پوهنتون کې «له نشه‌یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې غونډه تاریخي فرصت وباله او زیاته یې کړه: «دغه کنفرانس موږ ته ښه چانس برابر کړى، چې خپلو خلکو ته لا زیات عامه پوهاوی ورکړو.»

له نشه‌يي توکو د پاک افغانستان تر سرلیک لاندې ۳ ورځنۍ غونډه نن (دوشنبه د لړم ۵مه) د هلمند پوهنتون په کوربتوب پيل شوه او موخه یې له افغانستان څخه د دې ناوړه پديدې ورکول او خلکو ته يې د زیانونونو په اړه معلومات ورکول په ګوته شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم، دغه غونډه تاریخي فرصت وباله او زیاته یې کړه، «اوس مهال په افغانستان کې څو ډوله اعتیاد موجود دی، یو د نشه يي توکو کرکېله، د نشه یي توکو تجارت او بل د نشه یي توکو کرایه کشي ده.» او په وینا یې ولس باید له هر ډول اعتیاد څخه لاس په سر شي او بدیل کښت ته یې پاملرنه وکړي.

په دې غونډه کې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم نشه‌يي توکي د يوې ټولنې د تباهۍ اسباب وبلل او ټولو خلکو ته يې په ځانګړي توګه ځوان نسل ته له دې ناوړه عمل څخه د ډډه کولو لارښوونې وکړې.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، دغه کنفرانس د ملاهبت الله د فرمانونو په رڼا کې د نشه‌یي توکو نړۍوالې پدېدې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

د طالبانو د هلمند پوهنتون رییس له سوداګرو غوښتي، چې د نشه‌یي توکو په مخنیوي سره راتلونکو نسلونو ته د سوداګرۍ او پانګونې سالمې لارې پرانیزي.

دغه غونډه به ۲ نورې ورځې هم دوام ومومي او پکې به د نشه‌یي توکو د مخنیوي پر لارو چارو څېړنیزي مقالې وړاندې شي او پایلې به یې له اړوندو مسوولانو سره شریکي شي.

«له نشه یي توکو پاک افغانستان» غونډه په داسې حال کې ده، چې لا هم ځینې هېوادونه پر افغانستان تور پورې کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته هم د نشه يي توکو په قاچاق کې هېڅ کمښت نه دی راغلی.

نور خبرونه

رادیو