د ارجنټاین لا لیبرتاد اوانزا ګوند په پارلماني ټاکنو کې ۴۰.۸۴ سلنه رایې وګټلې. د دغه هېواد کانګرس له ولسمشر خاویر مېلي وغوښتل، چې اقتصادي اصلاحات چټک کړي. ښاغلي مېلي هم ژمنه کړې، چې د ازاد بازار اقتصاد ته به وده ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې؛ تمه کېږي چې د ولسمشر اقتصادي تګلاره د ونډو پر بازارونو مثبت اغېز وکړي؛ ځکه نوی حکومت د انفلاسیون راکمولو او اقتصادي اصلاحاتو ته پام کوي.
د ارجنټاین ولسمشر خاویر مېلي یو لېبرال سیاستوال دی، چې په ۲۰۲۳ کال کې واک ته رسېدلی او نن یې د پارلمان ټاکنې هم وګټلې.

