د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی، چې د تلې په میاشت کې د هوايي ډګرونو او د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۲۳۳۷ بهرني سېلانیانو تګ راتګ کړی دی.
یادې ادارې ویلي، بهرنیانو افغانستان ته د سیاحت او کار په موخه تګ راتګ کړی دی. د دغې ادارې د شمېرو له مخې؛ په یاده موده کې د ۷۰ ښځینهوو په ګډون ۱۲۹۰ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۲۷ ښځینهوو په ګډون ۱۰۴۷ نور له هېواده وتلي دي.

