د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد یوسف اسرار ویلي، چې دغه پېښې د میدان وردګ–بامیان پر لویه لار د حاجيګک کوتل او سیاهسنګ په سیمو کې رامنځته شوې دي.
هغه وایي، د لومړۍ پېښې له امله یوه مېرمن مړه او ۷ نور ټپیان شوي او په دویمه پېښه کې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. هغه زیاته کړې، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدل شوي او د دواړو پېښو اصلي لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او چټک سرعت ښودل شوی دی.

