د کلفورنیا والي غواړي د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي

۴ ورځې مخکې

د کلفورنیا والي ګیوین نیوسوم د ۲۰۲۸ کال په ټاکنو کې د خپلې احتمالي نوماندۍ په اړه په یوې ټلوېزیوني مرکه کې وویل: «که ووایم ولسمشرۍ ته نه نوماندېږم، دروغ به وي.» دغه نامتو امریکايي سیاستوال وویل، خپله وروستۍ پرېکړه به د راتلونکي کال د کانګرس له منځ‌مهالو ټاکنو وروسته اعلان کړي.

د کلفورنیا والي ګیوین نیوسوم سي بي اېس ته تایید کړه، چې هغه د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ په اړه فکر کوي.

هغه اوسمهال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو له سختو مخالفینو څخه ګڼل کېږي.

نیوسم زیاته کړه: «که د نوماندۍ امکان رد کړم، دروغ به وي او زه دا نه شم کولی.»

هغه وویل: «څوک پوهېږي؟ زه په شوق منتظر یم چې وګورم په ۲۰۲۸ کال کې څوک ځان نوماندوي او څوک له دې مهم پړاو سره مخ کېږي. دا د امریکایانو پوښتنه ده.»

د راپورونو له مخې، ښاغلي نیوسوم په وروستیو کې د ډېموکراټ ګوند د یو شمېر لوړپوړو غړو ملاتړ د خپلې احتمالي نوماندۍ لپاره ترلاسه کړی دی.

ګوین نیوسوم مخکې د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې سره سخت مخالفت کړی و، چې غوښتل یې د ملي ګارډ ځواکونه لاس‌انجلس ته واستوي. د هغه مخالفت د امریکا په سیاسي غونډو او رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي وو.

د امریکا اساسي قانون وایي، هېڅ څوک نه شي کولی له دوو دورو زیات د ولسمشرۍ لپاره نوماند شي. ډونالډ ټرمپ چې اوس د خپلې دویمې دورې واک پر مخ وړي، مخکې ویلي وو: «د دې کار لپاره ځینې امکانات شته.»

په همدې وخت کې د جو بایډن مرستیالې او د ټرمپ پخوانۍ سیالې کاملا هرېس په وروستیو کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې کېدای شي بیا هم د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړي. هغې ویلي: «امکان شته چې زه یوه ورځ ولسمشره شم او باور لرم چې راتلونکي کې یوه ښځه حتما سپینې ماڼۍ ته لار مومي.»

نور خبرونه

رادیو