د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو امنیتي عملیاتو پر مهال ۶۸ تنه د جنایي جرمونو، غلا او د نشهيي توکو د قاچاق، لېږد او خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي. طالب چارواکي وايي، له نیول شویو کسانو نه نشهيي او غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي.
د دغه وزارت په وینا، پولیسو په نیمروز، فاریاب، هرات او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱۵ تنه د غلا او درملو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په نیمروز کې ۸ تنه د څارویو د غلا او یو تن د درملو د قاچاق په تور، په فاریاب ولایت کې درې تنه مسلکي غله، په هرات کې دوه تنه د ۲۲ موبایلونو د غلا په تړاو، او په پکتیا کې یو تن د یو لېپټاپ کمپیوټر د غلا په تور نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په خوست، پروان، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې ۱۲ تنه د نشهيي توکو د خرڅلاو، استعمال او لېږد په تور نیولي او له دوی څخه یوه اندازه چرس، شیشه، تریاک او نشهيي ګولۍ ترلاسه شوي دي.
همدارنګه، د وزارت د معلوماتو له مخې، له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو په خوست، پروان، پکتیا، فراه، کاپیسا، بلخ، بغلان، لغمان او فاریاب ولایتونو کې ۳۹ تنه د ورته جرمونو په تړاو نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، له دوی څخه ۶ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه شیشه، الکولي مشروبات او نشهيي ګولۍ ترلاسه شوي دي.
یاد وزارت وايي، چې د نیمروز ولایت د نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو۳۰ کیلو ګرامه نشهيي توکي د کنګ ولسوالۍ او زرنج ښار په سیمه کې کشف او ضبط کړي دي.
په دې تړاو دوه تنه نیول شوي او له لومړنیو څیړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هېواد اقتصادي وضعیت کړکېچن شوی او بې کاري بې سارې کچې ته رسېدلې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې، د عایداتو کمښت او د کار د فرصتونو نشتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر خلک د جرمونو، په ځانګړي ډول د نشهيي توکو د کاروبار او غلا پر لور مخ واوړي.
سره له دې چې طالبان د امنیت ټینګښت ادعا کوي، خو د بې کارۍ، فقر او ټولنیزو فشارونو له امله د نشه يي توکو قاچاق، غلاوې او جنایي پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي.

