لوبې

د افغانستان د فوټسال له ۱۷کلونو کم عمره لوبډله د اسیايي ځوانانو سیالیو کې ښه ځلېدلې

۴ ساعتونه مخکې

د ۲۰۲۵کال د اسیایي ځوانانو په سیالیو کې د افغانستان له ۱۷کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د زړه راښکونکو سیالیو په ترسره کولو سره د «تر ټولو ښې لوبډلې» لقب خپل کړ. دغه سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، چین، بحرین، ایران، ټایلنډ، عربستان او قرغزستان لوبډلو هم ګډون کړی و.

د بهروز جعفري تر روزنې لاندې افغان لوبغاړو د خپلې ډلې درې واړه لوبې په بریا پای ته ورسولې او د ۹ نومرو په ترلاسه کولو سره یې ځان د نوملړ سر ته ورساوه، چې نیمه پایلوبو ته یې هم لاره وموندله. په دواړو ډلو کې هېڅ بله لوبډله ونه توانېده، چې بشپړې ۹نومرې ترلاسه کړي.

له افغانستان وروسته، د ایران او ټایلنډ لوبډلو له دویمې ډلې څخه د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو نیمه‌پړاو ته ووتلې او د افغانستان له ګروپ څخه ازبکستان د ۴ امتیازاتو په ترلاسه کولو بریالی شو، چې د وروستي ټیم په توګه نیمه‌پړاو ته لار پیدا کړي.

افغانستان د ۱۸ مثبت توپیر او د درېیو لوبو په ترڅ کې د ۲۱ ګولونو په کولو سره د برید یا یرغل له اړخه د ټولو نه پیاوړی ټیم وګرځېد. ایران هم د ۱۸ مثبت توپیر لاره؛ خو د افغان لوبډلې پرتله یې یو ګول زیات (۴ ګولونه) منلي وو.

د دفاع له پلوه هم افغانستان خپله پیاوړتیا ثابته کړه او په درېیو لوبو کې یې یوازې درې ګولونه پرېښودل. له افغانستان وروسته، ایران دویم غوره دفاعي ټیم و چې ۴ ګولونه یې پرېښي. البته ایران له بریدګر اړخه یو ګول زیات وهلی و، چې ټول شمېر یې ۲۲کېږي.

د سیالیو کوربه هېواد بحرین تر ټولو کمزوری و، ځکه یې درې واړه لوبې وبایللې او هېڅ ګول یې و نه واهه؛ خو ۲۶ ګولونه یې ومنل او له سیالیو څخه بهر شو.

د ازبکستان لوبډله چې د افغانستان پر وړاندې یې ۱۰–۲ حساب ماتې خوړلې وه، وروسته یې ښه پرمختګ وکړ. دوی له چین سره ۲–۲ مساوي لوبه وکړه او بیا یې بحرین په ۱۳–۰ امتیازاتو سره په سخته توګه مات کړ. چین چې لومړۍ لوبه یې د بحرین پر وړاندې په ۶–۰ بریا پیل کړې وه، وروسته له ازبکستان سره مساوي شو (۲–۲) او په درېیمه لوبه کې یې له افغانستان څخه په ۴–۱ ماتې سره د نیمه‌پړاو چانس له لاسه ورکړ.

په دویم ګروپ کې د سعودي عربستان لوبډلې د کمزورې دفاع له امله په درېیو لوبو کې ۲۶ ګولونه ومنل؛ خو د درېیو ګولونو په وهلو یې نسبت بحرین ته ښه وضعیت لاره. سعودي د قرغزستان پر وړاندې په ۳–۱ بریا سره د جدول له پای څخه ځان پورته کړ. قرغزستان بیا بې له دې چې کوم امتیاز ترلاسه کړي، د ګروپ په څلورم ځای کې پاتې شو؛ خو د دفاع له اړخه یې د ۱۳ منل شویو ګولونو سره نسبي ښه مقاومت لاره.

د ګروپي پړاو تر ټولو زیات ګول‌وهونکې لوبه د ایران او سعودي ترمنځ وشوه، چې ایران په‌کې په ۱۴–۰ بریالی شو. ورپسې د ازبکستان او بحرین لوبه په ۱۳–۰ او د ټایلنډ او سعودي لوبه په ۱۱–۰ پای ته ورسېدې.

د افغانستان تر ټولو ستره بریا د ازبکستان پر وړاندې وه، چې افغان لوبډلې دغه زړه راښکونکې سیالۍ په ۱۰–۲ حساب په توپیر سره وګټله.

نور خبرونه

رادیو